الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یو ویشتمه ناحیه کې د فرعي سړک او کوڅې د دوو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې شوې


د یو ویشتمې ناحیې په ۲۲م او ۳۴م ګذر کې د فرعي سړک او کوڅې د دوو پروژو کانکرېټ چارې په ټولیزه توګه د ۱۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د یو ویشتمې ناحیې رئیس مولوي عبدالروف، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: کابل ښاروالۍ د خلکو د چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې ژمنتیا لري او همدا اوس د ښار په بېلابېلو سیمو کې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ ورته نورې پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د نویو جوړو شویو کوڅو او سړکونو په ساتنه کې همکاري وکړي او له هغو څخه سمه ګټه پورته کړي.
دښاغلي ناصري په وینا؛ په ۲۲م ګذر کې فرعي سړک ۷۲۰ متره اوږدوالی او په ۳۴م ګذر کې کوڅه ۸۳۵ متره اوږدوالی، ۴ او ۸ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۳ میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شوي دي.
یادې پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې چې، په هره پروژه کې په ورځني ډول له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې، اوس یې ګڼې ستونزې هوارې شوې دي او د نویو پلانونو او طرحو په پلي کېدو سره روښانه راتلونکي ته هیله من دي.