الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بي بي مهرو سیمې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د نوي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له لوري د استملاکي ملکیتونو د مالکانو په همکارۍ له بي بي مهرو سیمې(د عزیزي پلازا له مخې) څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې دا سړک ۳۸۴۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، د خنډونو تر پاکولو وروسته به د ۲۰ کاري میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
د دې سړک په اوږدو کې ۸۱۳ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په کابل ښار کې ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او له بلې خوا به د سیمې اقتصادي او ټولنیزې ودې ته زمینه برابره شي.