
د اوومې ناحیې اړوند د ګلباغ په سیمه کې د للندر سیند د پاسه، د دویم اساسي پله د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
دغه پل چې، د ۲۶ مترو په اوږدوالي او ۲۲ متره سور سره ډیزاین شوی دی، د ۴۰ میخي ستنو (پایو) په مټ به په معیاري او اساسي توګه د یوه کال په موده کې جوړ شي.
د پلونو جوړول او پراخول، د ترافیکي ستونزو په کمښت، د ترانسپورتي شبکې د ښه والي او د ښاریانو د تګراتګ په برخه کې د آسانتیا په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
د کابل ښاروالۍ له خوا په ګلباغ سیمه کې د دویم پله د جوړولو چارې پیل شوې


