الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پله د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د موټرو لپاره د هوایي پله د جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي چې، کنیدنې او د خاورې ایستل په بر کې نیسي.
یاد پل د ۲۳۵ مترو په اوږدوالي، ۱۸ متره سوړ او ۶٫۸ مترو لوړوالي سره ډیزاین شوی، چې د تخنیکي پلان له مخې به د پنځو استحکامي ستنو (پایو) په وسیله جوړ شي.
دغه راز د یاد پله حلقوي رمپ د ۳۳ مترو په شعاع او ۱۵۵ مترو په اوږدوالي سره، د نړیوالو انجنیري معیارونو مطابق ډیزاین شوی دی.
یاد پل په څلورو لینونو کې (دوه د تګ او دوه د راتګ) طرحه شوی او د لوپ‌ په بڼه رمپونه لري، چې د وسایطو د تګ راتګ په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
دا ستره او ستراتیژیکه پروژه به له یوې خوا د کابل ښار په مرکزي برخو کې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمښت او د ښاریانو د تګ‌راتګ پر وړاندې د شته ستونزو د حل په برخه کې اغېزمنه تمامه شي او بله خوا به د لینونو د تداخل په مخنیوي او د شهرنو، ده افغانانو او ور څېرمه سیمو د ترافیکي بهیر په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
دغه پروژه به نه یوازې د ښار په مرکزي سیمو، په ځانګړې توګه د فرهنگ څلور لارې او زېرزمينۍ په سیمه کې د ترافیکي ستونزو د کمښت لامل شي، بلکې په راتلونکي کې به د یوې باور وړ لارې په توګه، شهرنو له آسمایي‌واټ سره و نښلوي.
همداراز، له ګټې اخیستنې وروسته به د ښار ښکلا زیاته، په کابل ښار کې به اقتصادي فعالیتونو او دوامداره پرمختګ ته زمینه هم برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه مهمه پروژې به د نږدې ۱۵ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړه شي.