الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې ۵۰ سلنه مخته تللې دي


د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا پروژه، چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې ده، تر اوسه ۵۰ سلنه مخته تللې او د هوا د ښه والي په صورت کې به قیر کولو ته چمتو شي.
د یاد سړک د جوړولو په پروژه کې چې، له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې، ۲٬۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د۲۴ مترو په اوږدوالي او ۱.۲ مترو سور سره د یوه پلچک، د سړک غاړې لښتیو، پليو لارو او د ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي.
د ګلباغ سړک چې، د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، لوېدیځ زون د ښار له سویل سره نښلوي اوپه جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.