
په کابل ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا او د تفریحي پارکونو د جوړېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې په نهم بلاک کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو پروژه چې څه موده وړاندې پیل شوې وه، تر اوسه د ۹۵ سلنه کاري پرمختګ په لرلو سره د بشپړېدو په حال کې ده.
په یاد پارک کې چې، په ۸۵۵۰ متر مربع مساحت سره ډیزاین شوی دی، د احاطې دیوال، د پلیو لارو او د اوبو یوې زېرمې جوړول، د چمن کرل، د نیالګیو او ګلانو کېنول، د کثافات دانیو او څوکیو نصبول او د ننوتلو او وتلو دروازې شاملې دي.
د دې پارک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تفریح کولو زمینه برابره شي.
د احمدشاه بابا مېنې په نهم بلاک کې د تفریحي پارک د جوړولو پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې ده


