
د خوشحالخان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ خوا پیل، د پډولې تر درېیمې پروژې او بیا د کابل– لوګر سړک په اوږدو کې د سنگنوشتې تر سیمې پورې د پډولې سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
اوسمهال په دې پروژه کې د کیندنو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د خنډونو پاکولو کار روان دی.
د چمتو شوي پلان له مخې، دغه سړک چې د اوومې او شلمې ناحیو اړوند د خوشحالخان دویم نمبر لیسې له لوېدیځې برخې څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او د پډولې له درېیمې پروژې څخه تر سنگنوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري، د یوه کال په موده کې به په معیاري توګه جوړ شي.
د دې پروژې په اوږدو کې، ۲۵۳ ملکیتونه استملاک شوي، چې د استملاک قانون له مخې به یې مالکان ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو ترڅنګ، د سیمې د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ ته زمینه برابره شي او بله خوا د هغو ښاریانو لپاره چې، له چهلستون څخه د کابل– لوګر سړک پر لور سفر کوي، ځانګړی اهمیت لري.
د دې بنسټیزې پروژې پلي کېدل، د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې د ښهوالي او ښاریانو ته د هوساینې رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن ګام بلل کېږي.
له پډولې سیمې څخه تر سنګنوشتې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي


