الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له لب‌ جر څخه تر سرای شمالي پورې سرک د یوې فرعي لیکې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


له لب‌ جر څخه تر سرای شمالي پورې سړک (د سلطان محمود غزنوي سړک دوام ) د یوې فرعي لیکې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پر مخ روانې دي.
یاد سرک چې، په ټولیزه توګه ۲۱۲۰ متره اوږدوالی او ۸۰ متره سور لري، په څلور لینونو کې (دوه اصلي او دوه فرعي) د کانال، لښتیو، پلیولارو، د بایسکل‌چلولو لیکو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سرک د نورو جزیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
تر دې وړاندې د یو کیلو متره په اوږدوالي سره د دې سړک یوه اصلي لیکه قیر شوې او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې د پاتې برخو د جوړولو چاروې دوام ولري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د ترافیکي بهیر په وړاندې شته ستونزې کمښت ومومي.