
د کابل ښاروالۍ له خوا د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین درې لارې له نوي سړک څخه د ده دانا تر سړک پورې د ده مرادخان سړک د جوړولو او پراختیا په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې مهمې پروژې د پلي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي انجنیر یاسر صالح زاده د یاد سړک د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو د قانوني سندونو د اداري پړاونو ترسره کولو په موخه، هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې همکاري وکړي.
د دې سړک په اوږدو کې ۱۷۹ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون او د کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب مصلح الدین فتیح د یادې پروژې له پلي کېدو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا؛ دا پروژه په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې هم له خورا اهمیت څخه برخمنه ده.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، د علاءالدین درې لارې له نوي سړک څخه تر ده دانا پورې د ده مرادخان سړک د جوړولو او پراختیا پروژه ۱۹۱۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
د ده مرادخان سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو


