
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې په ۱۸م ګذر کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې بشپړې شوې.
دا پارک چې په ۸۰۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی، د لښتیو، احاطې دېوال، د وتلو او ننوتلو دروازو، پلیو لارو او د اوبو د یوې زیرمې جوړول، د یوې څاه کیندل، ، چمن کرل، د نیالګیو او زینتي بوټو کېنول او د اوږدو څوکیو او کثافات دانیو نصبول هم پکې شامل دي.
د دې پارک په جوړېدو سره به نه یوازې د شپاړلسمې ناحیې اوسېدونکي مناسب او سالم تفریحي ځای ته لاس رسی ومومي، بلکې د سیمې بڼه به لا ښکلې شي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د ورته پروژو په پلي کولو سره یو زرغون، پاک او سالم چاپېریال رامنځته کړي.
د شپاړلسمې ناحیې په ۱۸م ګذر کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې بشپړې شوې


