
د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم سړک په تېږو فرش چارې پیل شوې.
دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، د تخنیکي معیارونو په پام کې نېولو سره اوس مهال د جوړېدو په حال کې دي.
په دې پروژه کې د لښتیو او پلیو لارو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې ده د پلان له مخې یې د جوړولو چارې تر راتلونکو ۹ میاشتو پورې بشپړې شي.
د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. همدا راز دا پروژه د ترافیکي بهیر د تنظیم او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې، د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت او دوامداره پایښت سربېره، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.
د وزیر محمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې د فرعي سړکونو په تېږو فرش چارې پیل شوې


