الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شېردروازې غره په لمن او ورڅېرمه سیمو کې د زرګونو ونو د تخم کرلو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ( رضاکاران آینده سبز) ټیم په همکارۍ د شېردروازې، بیني حصار او شه-دای صالحین غره په لمنو کې د ګذر وکیلانو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د زرګونو ونو د تخم کرلو چارې پیل شوې.
د دې برنامې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال عبدالعلي یاسین زي، د لومړۍ ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس بریالي امین، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ځوانانو شورا رئیس امید وزیري او د رضاکاران آینده سبز ټیم مسئول انجنیر حبیب الله نجفي زاده هر یوه په خپل وار د ونو او زرغونو سیمو په اهمیت خبرې وکړې او د ونو د تخم کرل یې د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په برخه کې ګټور ګام وباله.
ټاکل شوې ده په یادو سیمو کې د ارغوان، بادام، املوک او بلوط زرګونه تخمونه وکرل شي چې، دا کار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او د سالم چاپېریال د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول لري.
ویناوالو له ښاریانو وغوښتل چې، په یادو سیمو کې د کرل شویو تخمونو او د ښار په کچه د ونو او زرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د کابل ښاروالۍ له زرغونتیا ریاست سره په همغږۍ به د کرل شویو تخمونو ساتنه او پالنه کوي.
کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د یو شمېر بنسټونو او ښاریانو په مرسته، د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو کې د بېلابېلو نیالګیو زرګونه تخمونه وکري او په منظمه توګه یې روزنه او پالنه وکړي.