د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپیریال ساتنې اونۍ پخاطر ګډ تنظیفي حشر په لاره واچول شو

تیره ورځ د غبرګولی میاشتي په ۲۷مه نیټه د چاپیریال ساتني اونۍ په خاطر تنظیفی حشر د ( چاپیریال ارزښت په پاکوالي او د ژوند ارزښت په آزادي کې) تر عنوان لاندې د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکی سرفراز، د چاپيریال ساتني ادارې عممومي رییس شاه زمان میوندي، د مدني ټولنو غړو، د کسب ګرو ملي اتحادي غړو او رضاکاره ځوانانو په ګډون په لاره واچول شو.

په دي حشر کې کابل ښاروال د خبرو په مهال وویل:کابل ښاروالۍ د اړوندو ادارو په همغږي هڅه کوي چې کابل ښار له ناولتیاو څخه پاک کړي نوموړي د چاپیریال ساتنې ادارې له همغږي څخه د مننې ترڅنګ وویل: د چاپيریال ساتنې موضوع لکه د هواککړتیا، د ځمکنیو اوبو ککړتیا د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې برخې په لومړیتوب کې ځای لري او د چاپيریال ساتنې ادارې سره به بشپړه همکاري ولري ترڅو پروګرامونه په ښه توګه پلي شي.

کابل ښاروال زیاته کړه: د نفوس ډیروالي، شنو سیمو ته نه پاملرنه، د چاپیریال ساتنې نړیوال سازمان معیارونو ته نه پاملرنه د کابل ښار له ښاري ننګونو څخه دي، چې د اړوندو ادارو په همغږې د چمتو شوی پروګرامونو په پلي کولو سره به ډیرژر د چاپيریال ساتنې ستونرو له منځه وړلو په موخه پلي شي ترڅو په ټولنیز ژوند کې سکون ترلاسه کړو.

همدارنکه ښاغلي میوندي د چاپیریال ساتنې فرهنګ ودي ته په اشارې سره وویل: د چاپیریال ساتنې ګواښونه د نړۍ په ډیري هیوادونو کې په یو مرګوني خطر بدل شوي، که اوس مهال لازم چمتووالي ونلرو راتلونکي نسلونو ته به ډیر بد میراث په ځاي پریږدو.

د چاپیریال ساتنې ادارې عمومي رییس زیاته کړه: یوه ترټولو غوره لار چې کولي شي مونږ یو پاک چاپیریال ته ورسوي، د یو هیواد د وګړو له خوا د چاپیریال ساتنې فرهنګ په پام کې نیول او وده ورکول دي.

په پای کې د دي حشرګډونوالو له مخکې ټاکل شوی سیمو کې د تګ څخه وروسته ښاري ناحیو ته لاړل او د ناولتیاو په راټولولو کې ونډه واخسته او ویل کیږي چې دغه تنظیفي حشر د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د سیمي اوسیدونکو په ګډون له ناولتیاو څخه د سیمي تر پاکولو پوري دوام لري.

د یادونې وړ ده چې د يو سالم چاپیریال رامنځته کولو په موخه کابل ښاروالۍ نه یوازي د ناولتیاو په راټولونه او شنو سیمو ودي ترڅنګ د ښار په اوږدو کې د سلګونه کیلومټره سړک جوړولو چارې هم پرمخ وړي چې د هوا ککړتیا مخنیوي پخاطر ګټور تمامیدلي شي.