
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي سړک، د ۱۷۳۳ مترو په اوږدوالي او ۲.۲ مترو په سور د پلیو لارو د جوړولو چارې پیل شوې چې، دا کار پلیو تګ کوونکو ته ځانګړی اهمیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې، د دېوانبېګي – مهتابقلعه سړک د جوړولو چارې چې، ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د روان کال په اوږدو کې پیل شوې وې.
په دې پروژه کې، د کابل سیند د پاسه د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره سور د موټرو د یوه پله جوړول هم شامل دي.
کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د راتلونکي کال په پسرلي کې د دې سړک دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره کړي. همدا راز په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دېوان بیګي او مهتاب قلعه ترمنځ د سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د کمپنۍ او برچي په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، د دې سړک لومړۍ طبقه قیر چارې څه موده وړاندې ترسره شوې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی.
د دېوان بیګي- مهتاب قلعه سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې پیل شوې


