الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین درې لارې او تخنیکم سیمې ترمنځ د سړک په اوږدو کې د پله جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري


څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د علاءالدین درې لارې او تخنیکم سیمې ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې چې، اوس مهال ښه کاري پرمختګ لري او د لاندنیو برخو تر کانکرېټ کولو وروسته به یې د ګاډرونو د نصبولو په اړه اقدام وشي.
دا پُل ۲۸ متره اوږدوالی او ۱۸.۴ متره سور لري چې، چارې به یې د ژمي لپاره د تدابیرو په نیولو سره روانې وي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره ونښلول شي او همدا راز په ترافیکي او ترانسپورتي برخه کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.