الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له نوروز آباد څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د دولسمې ناحیې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې له نوروز آباد ( ایمل مومند) څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د ۲۰۹۶ مترو په اوږدوالي، ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژه د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده چې، په ټاکلي وخت او ښه کیفیت به تر راتلونکو ۷ میاشتو پورې بشپړه شي.
یاد سړک د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري چې، په جوړېدو سره به یې د دولسمې ناحیې اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.