
د شپږمې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه سیمې پورې د ۱۹۰۲ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک بنسټيزې چارې روانې دي.
دا سړک چې د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی، د پلان له مخې به تر راتلونکو نږدې شپږو میاشتو پورې جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوې رامنځته کېدو ترڅنګ، د علاءالدین، کارته سه او د چهار قلعه چهاردهي سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ورڅېرمه فرعي سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د علاءالدین درې لارې او د چهاردهي تر چهارقلعه پورې د نوي سړک بنسټیزې چارې روانې دي


