الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې

د درېیمې ناحیې اړوند د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې د خنډونو تر پاکولو وروسته پیل شوې.
ټاکل شوې ده چې دغه سړک د ۲۹۲۰ مترو په اوږدوالي، ۴۰ او ۲۰ مترو په سور سره د نږدې یوه کال په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي.
یاد سړک چې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.