
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په منظم ډول دوام لري، تر څو یاد سړک په لنډ وخت کې جوړ او د ترافیکي ګڼېګوڼې ستونزه په پشپړه توګه هواره شي.
د یاد سړک د جوړولو په پروژه کې چې، له سرای شمالي سیمې څخه تر خیرخانې کوتل پورې ښي لوري ته، ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، د استنادي دېوالونو، لښتیو او پلیولارو جوړول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د هڅو او زیار په پایله کې، د ژمي له رارسېدو وړاندې د دې سړک د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو سور لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او د هېواد د شمالي ولایتونو د مسافرو لپاره به د خوندي تګراتګ زمینه برابره شي.
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي


