الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل– لوګر سړک (د سویلي زون اقتصادي دهلېز) د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي


له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور د کابل-لوګر سړک ( د سویل اقتصادي دهلیز) د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي، څو پاتې برخې یې د راتلونکي کال په پسرلي کې قیر کولو ته چمتو شي.
د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په ۳ لیکو کې د یاد سړک ۴ کیلو متره قیر شوې ده او د پاتې برخو بنسټیزې چارې په ښه توګه روانې دي.
دا لویه زیربنایي پروژه د مستان کانال، پلیو لارو، ګلدانونو، لښتیو، پُلچکونو، څراغونو، کرښو اچولو او نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده چې د تخنیکي معیارونو له مخې د پلي کېدو په حال کې ده.
هڅه کېږي چې د دې پروژې چارې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې شي.
د کابل- لوګر سړک د ښار په سویل زون کې د اقتصادي دهلیز په توګه پېژندل کېږي چې په جوړېدو سره به یې ښاري زیربناوې پراختیا ومومي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.