
د لومړۍ ناحیې اړوند له پُل باغ عمومي سیمې څخه پیل تر کابل سیند، میوند واټ، چنداول ته مخامخ، باغبان کوڅې او د شاه دوشمېره تر پله پورې د کابل مڼدوي د سړکونو په تېږو فرش چارې په معیاري توګه بشپړې شوې.
دا پروژه په ټولیزه توګه ۱۳۳۰ متره اوږدوالی، ۱۰ او ۱۴ متره سور لري چې، لښتي او پلې لارې هم پکې شاملې دي. اوس مهال یوازې د دې پروژې د څراغونو نصبولو چارې پاتې دي چې، تر هغه وروسته به په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په منډوي سیمه کې د ګنه ګوڼې په درک کولو سره د دې پروژې چارې د ماښام له ۶ د سهار تر ۶ بجو پورې ترسره کېدې څو ښاریانو ته په ورځنیو فعالیتونو کې ستونزې را ولاړې نشي.
د دې سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو په ځانګړې توګه د منډوي هټۍوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼه آسانتیاوې رامنځته او په سیمه کې به نظم رامنځته شي.
د کابل منډوي د سړکونو په تېږو فرش چارې بشپړې شوې


