لیکوال: ا.الکوزی

مور د کورنۍ تر ټولو مهمه او مهربانه غړې ده. د انسان ژوند له مور څخه پيلېږي او د هغې مينه، زحمت او قرباني د اولاد پر ټول ژوند
اغېزه لري. په هره کورنۍ کې مور د مينې، حوصلې او سکون سرچينه ده. ماشوم آن مخکې له زېږون څخه له خپلې مور سره اشنا وي او له زېږون وروسته ځان له خپلې مور سره خوندي، خوشحاله او د هغې د وجود برخه احساسوي. مور ماشوم ته مينه، پاملرنه او ډاډ ورکوي. د مور چلند د ماشوم په اخلاقو او عادتونو په مستقیم ډول اغېزه کوي. هغه ماشومان چې د مور له مينې برخمن وي، په ټوله کې آرام، با ادبه او متوازن وي.
ارواپوهان وايي: د ماشوم لومړنۍ اړيکه له خپلې مور سره وي او د ماشوم د شخصيت بنسټ هم مور جوړوي.
په اسلام کې د مور ارزښت
اسلام مور ته ډېر لوړ او ځانګړی مقام او ارزښت ورکړی دی. الله تعالی د سورت لقمان په « ۱۴م» آیت کې فرمايي:
ژباړه: « او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په هکله ټينګه سپارښتنه کړې ده، مور يې هغه په پرلهپسې کمزوريو کې په خپل بطن کې ساتلی دی»
الله تعالی د قران کریم په الاسراء سورت کې فرمايي:
ژباړه: ستا رب حکم کړی چې، یوازې د هغه(الله تعالی) عبادت وکړئ او له مور او پلار سره نیکي وکړئ.
رسول الله(ص) وفرمايلي دي: «جنت د مور تر پښو لاندې دی»
پورتني آیتونه او مبارک حدیث موږ ته دا را زده کوي چې، مور د درناوي، خدمت او مهربانۍ تر ټولو زياته حقداره ده او الله تعالی انسان ته امر کړی چې، له خپل مور او پلار سره ښه چلند وکړي.
مور او د مېندوارۍ کړاوونه
د مور زحمتونه او کړاوونه د هېرولو نه دي، کله چې مور مېندواره شي، د هغې په بدن کې ډېر بدلونونه راځي، خو مور یې په پټه خوله زغمي او آه هم نه کوي.
د(دکتر تو) په روغتیایی ویبپاڼه کې د روغتیایي چارو کارپوهانو ويلي:
« د مېندوارۍ پر مهال مور ستړيا او کمزورتیا احساسوي، زړه بدوالی او ګنګسیت ورته پيدا کېږي، وزن یې زياتېږي او نس یې غټېږي. احساساتي بدلونونه (ژر خپه کېدل، ژړل او خپګان) ورته پیدا کېږي او کله چې ماشوم د مور په نس کې وي، هغه خپل خواړه او قوت د مور له وينې اخلي. آکسيجن هم له مور څخه ورته رسېږي، اړتياوې يې د مور له وجود سره تړلې وي او خپلې ټولې اړتیاوې د مور له وجود څخه پوره کوي. نو ويلای شو چې، ماشوم د مور د وجود یوه برخه ده»
ماشوم د مور په بطن کې د هغې غږ اوري او ورو ورو ورسره بلدتيا پيدا کوي. د مور احساسات لکه خوشحالي او خپګان د ماشوم پر رواني حالت اغېز لري، ځکه د مور او ماشوم ترمنځ يوه ژوره او نږدې اړیکه شتون لري. کله چې مور خوشحاله وي، بدن یې آرام وي او دا آرامتيا د وینې او هورمونونو له لارې ماشوم ته هم لېږدوي، چې د ماشوم پر ښې ودې مثبته اغېزه کوي. برعکس، که مور خپه، اندېښمنه، وږې او یا تږې وي، دا حالتونه د مور په بدن کې بدلونونه رامنځته کوي او دغه بدلونونه پر ماشوم هم اغېزه کوي. له همدې امله د مور ذهني سکون، مناسبه تغذیه او روغتیا د ماشوم د سالمې ودې لپاره ډېر مهم دي او دا ښيي چې، د مور او ماشوم اړيکه يوازې بدني نه، بلکې احساسي او عاطفي هم ده.
د ماشوم په روزنه او پالنه کې د مور ونډه:
ماشوم د مور خبره ځکه مني چې، له هغې سره مينه او پر هغې پوره باور او اعتماد لري.
د مور غږ او لمس ورته د آرامۍ او سکون احساس ورکوي. له کوچنيوالي ورسره عاطفي اړیکه لري.
له پورتنیو دلایلو څخه دا حقیقت په روښانه ډول څرګندیږي چې، مور د ماشوم د ژوند، روزنې او شخصیت جوړونې تر ټولو مهمه ستن ده.
دا برتري یوازې عاطفي نه ده، بلکې علمي، ارواپوهنیز او ټولنیز بنسټ لري.
د ماشومانو د ارواپوهانو له نظره، د مور او ماشوم ترمنځ اړیکه تر ټولو لومړنۍ، ژوره او دوامداره اړیکه ده. ماشوم د زېږون له لومړۍ شېبې د مور له غږ، لمس، احساس او چلند سره عاطفي تړاو پیدا کوي. همدا پیاوړې اړیکه د دې لامل کېږي چې، ماشوم د مور خبرې، لارښوونې په خورا آسانۍ، اعتماد او ژور درک سره مني او زده کوي یې.
د امریکایي پوهنتون استاد، ارواپوه او ټولنپوه ډاکټر فرهنګ هلاکویي وايي: « که مور هوښیاره، باسواده او پوهه وي، نو کولای شي خپل علمي معلومات، تجربې او ارزښتونه په طبیعي، دوامداره او اغېزمن ډول خپلو ماشومانو ته ولېږدوي. دا لېږد یوازې د خبرو له لارې نه، بلکې د چلند، عادتونو او ورځني تعامل له لارې ترسره کېږي، چې د ماشوم پر شخصیت اغېزه لري»
لیکوال او ارواپوه ډاکټر مصطفی تبریزي ټینګار کوي چې، ماشوم یوازې د خبرو له لارې نه، بلکې د مور د چلند له لیدلو زده کړه کوي. که له تعلیمي پلوه، مور باسواده وي، نو ماشوم تر ښوونځي او ښوونکي وړاندې د زدهکړې له بنسټیزو مهارتونو سره بلد وي.
په ټوله کې دا ډول ماشومان د زدهکړې په بهیر کې زیات اعتماد، چټک درک او پیاوړې ذهني وده لري، ځکه چې د مور له خوا یې د زدهکړې فضاء له مینې، حوصلې او امنیت څخه ډکه وي.
که مور دیني پوهه ولري، له قرآن کریم، حدیثو او اسلامي ارزښتونو سره آشنا وي، نو ماشوم په خورا طبیعي او آسانه ډول له دین سره تړل کېږي.
دا ډول روزنه جبري نه وي، بلکې د مینې، عمل او اخلاقو له لارې ماشوم ته لېږدول کېږي، چې سبا ورځ ترې فکري، با اخلاقه، ایمان داره او مسلمان انسان ترې جوړېږي.
همدارنګه، هغه ماشومان چې په ساینسي مضامینو او ریاضياتو کې ستونزې لري، که مور یې په دغو برخو کې پوهه ولري، نو کولی شي د ماشوم ستونزې په چټکۍ حل کړي. ارواپوهانو ثابته کړې ده چې، ماشوم له خپلې مور څخه زده کړه په کم فشار او زیات اعتماد سره ترلاسه کوي، ځکه ماشوم ځان د مور د وجود برخه احساسوي او متقابل درک پکې ډېر لوړ وي.
له ټولنیز پلوه، که مور د ټولنیزو نزاکتونو، اخلاقو او انساني تعامل اصولو ته ځیر وي، نو خپل اولادونه داسې روزي چې د ټولنې پر وړاندې مسئول، با ادبه او اغېزمن وګړي شي.
دا ډول ماشومان نه یوازې له زیان رسوونکو کړنو ځان ساتي، بلکې په ټولنه کې د درناوي وړ مقام هم ترلاسه کوي.
که مور له قرآن کریم، حدیثو، اسلامي تاریخ او ملي ارزښتونو سره بلدتیا ولري، نو اولاد یې هېڅ کله د خپل دین، وطن او مقدساتو پر ضد نه دریږي
دا ډول روزل شوی ماشوم د خپل هېواد، ولس او ارزښتونو ته ژمنتیا لري، خیانت نه کوي، پردیو ته جاسوسي نه کوي او خپل ملي او دیني اصول د مادي ګټو لپاره نه پلوري.
له همدې امله، د ماشوم روزنه او پالنه تر هغې ګټوره او اغېزمنه نه وي، څو چې د ماشوم مور او پلار روزل شوي نه وي. که موږ غواړو چې غوره، هوښیار، متعهد او با اخلاقه نسل ولرو، نو تر هر څه وړاندې باید د کورنۍ مشران، په ځانګړي ډول مور د علم په ګاڼه سمبال کړو.
د غوره ماشومانو د روزنې لپاره، تر ټولو لومړی ګام د مور روزنه ده، ځکه روزل شوې مور، روزل شوی نسل ټولنې ته وړاندې کوي.
«که غوره ماشومان غواړئ تر هرڅه لومړی د ماشوم مور او پلار وروزئ!»
د مور غېږه د ماشوم لومړنی ښوونځی دی


