الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالي څلور لارې جنوب لوري ته سړک پورې د نوي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ ( بت خاک) څلورلارې سویل خوا ته د حلقوي سړک په اوږدو کې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د استملاکي ملکیتونو د مالکانو په مرسته پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ دغه سړک چې په ټوله کې ۵۶۳۴ متره اوږدوالی لري، ۴۹۸۳ متره یې ۳۰ متره او پاتې ۶۵۰ متره برخه یې ۴۵ متره سور لري او د خنډونو تر پاکولو وروسته به د ۱۴ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې جوړ شي.
د یاد سړک په اوږدو کې ۴۲۱ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د مسئولینو په وینا؛ د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا کابل ښار کې ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.