الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند اړوند د قلعه مسلم په تپه کې د زرګونو ونو د تخم کرلو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د (رضاکاران آیندهٔ سبز ټیم) په مرسته، د شپږمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند په قلعه مسلم تپه کې د زرګونو ونو د تخم کرلو چارې پیل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې، د کابل ښاروالۍ ځینو مسئولینو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او یو شمېر ښاریانو هم ګډون درلود، ګډونوالو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، له دې لړۍ څخه به ملاتړ کوي. د دوی په وینا؛ د ونو د تخم کرلو برنامه دې د کابل ښار شاوخوا نورو غرونو او غونډیو ته هم وغځول شي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر، د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست مرستیال عبدالعلي یاسین زي، د رضاکاران آیندهٔ سبز ټیم مسئول حبیب الله نجفي زده او نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې د ونو او زرغونو سیمو پر اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او دا کار یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې ګتور وباله. د دوی په وینا؛ ونې او زرغونې سیمې د هوا د پاک ساتلو په برخه کې هم مهم رول لري او د سالمې راتلونکې ضمانت کوي.
د دې برنامې په لړ کې به په قلعه مسلم تپه کې د زرګونو ارغوان، بادام، املوک او څېړي(بلوط) ونو تخمونه وکرل شي او په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه کېږي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، په راتلونکې کې به هم د بېلابېلو بنسټونو او ښاریانو په مرسته د نیالګیو او ونو د کېنولو او د تخم کرلو برنامه د کابل ښار نورو غرونو او غونډیو ته هم وغځول شي.