الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو پروژه د پام وړ کاري پرمختګ لري

د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې چې، په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې د پام وړ کاري پرمختګ لري او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې قیر چارې هم پیل شي.
دغه سړک چې له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د ۲۴ مترو په اوږدوالي، ۱.۲ مترو په سور یوه پلچک، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک د اهمیت په درک کولو سره، چې له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه شمېرل کېږي، جوړېدل یې کولی شي د ښار لوېدیځ زون له سویلي برخې سره د نښلولو، د ترانسپورتي زیربناوو د ښه والي او د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم او بنسټیز رول ولوبوي.