الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبر خان مېنې او شیرپور سیمې د اوو فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې روانې دي


د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په دې پروژه کې ۷ فرعي سړکونه شامل دي چې، تر دې مهاله یې ۳۴ سلنه چارې مخته تللې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په یادو سیمو کې لومړی، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اوم او دیارلسم فرعي سړکونه د جوړېدو په حال کې دي چې، په ټولیزه توګه ۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.
د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز یاده پروژه د ترافیکي بهیر د تنظیم او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
د مسئولینو په وینا؛ د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت او دوامداره پایښت سربېره، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.