
د شلمې ناحیې اړوند د چهل دختران له سیمې څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د ۲۴۲۲ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره د ګلباغ سړک د څلورمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلچکونو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغون نصبول، کرښې اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي چې، چارې به یې تر راتلونکو ۷ میاشتو پورې په ښه کیفیت بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي


