الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ترافیکي بهیر د خوندیتوب په موخه له سړکونو د واورې پاکولو چارې روانې دي


کابل ښاروالۍ د سړکونو له بندېدو څخه د مخنیوي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، له سړکونو څخه د واورې پاکولو او رېګ پاشلو چارې په دومداره توګه پیل کړې دي.
د دې خدماتي ادارې کارکوونکي د پنجشنبې له ورځې را پدېخوا د ښار په بېلابېلو برخو کې له سړکونو څخه د واورې په پاکولو بوخت دي څو وضعیت عادي وساتل شي او په ترافیکي بهیر کې ستونزې رامنځته نشي.
د مسئولینو په وینا؛ د دغو هڅو په پایله کې اوس مهال د کابل ښار په سړکونو کې ترافیکي بهیر نورمال شوی دی او لا هم په ځینو سیمو کې د واورو پاکولو چارې روانې دي. کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د ښاري اصولو او مقرراتو په مراعاتولو او له ښاري خدماتي ټیمونو سره په همکارۍ، د ښاري نظم په رامنځته کولو کې ونډه واخلي او په سړکونو او پليو لارو کې د واورې له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي.