الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د موټرو د تګ راتګ هوايي پله د جوړولو لومړنۍ چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول، او سیم تاوي پکې شامل دي په منظمه توګه روانې دي.
د تخنیکي طرحې له مخې؛ دا پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري چې، د پنځو استحکامي پایو( ستنو) په وسیله به وردول شي. همدا راز دا پُل د ۳۳ مترو شعاع په درلودلو سره د ۱۵۵ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ هم لري چې، چارې به یې تر راتلونکو ۱۴ میاشتو پورې بشپړې شي.
همدا راز دا هوايي پُل په څلورو لینونو( دوه د تګ او دوه د راتګ) کې ډیزاین شوی دی چې، لوپ ته ورته رمپونه لري او د وسایطو د حرکت په تنظیمولو کې مهم رول لري.
دا لویه او ستراتیژیکه پروژه د ښار د مرکزي برخو د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې یو مهم ګام شمېرل کېږي چې، په پلي کېدو سره به یې د ترافیکي مدیریت او د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې نوی فصل پرانیستل شي.
دا چې، سالنګ واټ د کابل ښار یوه مرکزي، سوداګریزه او ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه بلل کېږي، د دې اړتیا وه څو په دې ځای کې یو هوايي پُل جوړ شي څو پر بنسټ یې د نوي ښار، ده افغانانو او ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کموالي ومومي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.