
په کابل ښار کې د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې د ۴۱ میلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د څلورمې ناحیې د رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې رسماً پرانیستل شوه.
په هغه پرانیستغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس خبرې وکړې او ویې ویل: دا سړک د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست له خوا د ۶۱۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک دکرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی چې، د ۵ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي.
نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د دې مهمې پروژې د پلي کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د یاد سړک په جوړېدو سره به د تایمني او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې ۴۱ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې


