الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد او کابل- پروان سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او پر دوام یې د کابل- پروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا د ۳۷۴ میلیونه ۴۰۷ زره او ۶۹۰ افغانیو په لګښت پیل شوې.
دغه سړک چې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د ۳۵۴۴ مترو په اوږدوالي، ۶۰ مترو سور او د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال په ګډون ډیزاین شوی دی، د خنډونو تر پاکولو وروسته به د ۱۵ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې جوړ شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار د ختیځ او شمال ختیځ سړکونو د ترافیکي بهیر د وېشلو سربېره به د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې ۱۰۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.