
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د برهکي څلورلارې ترځمکې لاندې سړک د جوړلو پروژه د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره د پلي کېدو په حال کې ده.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام په دې اړه وویل: د نورو فعالیتونو ترڅنګ، اوس مهال د څلورلارې په مرکزي برخه کې د استحکامي پایو ( ستنو) د جوړولو چارې ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري او د دې پړاو تر بشپړېدو او د دواړو خواوو تر کېندلو وروسته به ترځمکې لاندې سړک دواړه خواوې سره ونښلول شي.
نوموړي زیاته کړه چې، تر هغه وروسته به د ځمکې لاندې سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې پیل شي، تر څو دغه سړک قیر کولو ته چمتو شي. همدا راز د هوايي پله د کار د پیل په موخه، د بدیلو لارو او د احاطې جوړولو چارې هم روانې دي.
د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور ترځمکې لاندې سړک د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او ۵.۵ مترو په ژوروالي ډیزاین شوی دی. د دې پروژې په جوړښت کې ۵۲۵ استحکامي ستنې (پایې) هم په پام کې نیول شوې دي.
ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې د برهکي څلورلارې د هوایي پله د جوړولو چارې هم پیل شي. دا پُل د دهنباغ څلورلارې له لوري د پروان دو څلورلارې پر لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو لوړوالي او د ۲۴۷ استحکامي ستنو ( پایو) په لرلو سره ډیزاین شوی دی.
د برهکي څلورلارې ترځمکې لاندې سړک د جوړولو پروژه د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره پر مخ روانه ده


