الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


د څلورمې ناحیې اړوند د پخوانۍ تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې، د ۶۱۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د سړک د جوړولو او پراختیا چارې د کابل ښاروالۍ له‌ خوا روانې دي.
اوس مهال په یاده سیمه کې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي او ټاکل شوې دغه سړک د ۵ میاشتو په موده کې، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره په اساسي ډول جوړ شي.
د دې سړک جوړول او پراختیا چې، د کابل ښار د سړکونو د شبکې د اصلاحي پلان له مخې ترسره کېږي، د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت او د ښاري دوامدارې پراختیا په تأمین کې ځانګړی اهمیت لري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د تایمني اوسېدونکو او همدارنګه هغو ښاریانو ته چې، په دې سړک تګ راتګ کوي، ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ د یادې سیمې له ښاریانو څخه هیله کوي چې، د پروژې د پلي کېدو له امله له بدیلو لارو ګټه پورته کړي. پاتې دې نه وي چې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.