د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او پر دوام یې د کابل- پروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي.
دغه سړک چې د ۳۵۴۴ مترو په اوږدوالي، ۶۰ مترو سور او د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال په ګډون ډیزاین شوی دی، د ۱۵ میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
د دې پروژې په چوکاټ کې د پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک دکرښو اچول هم شامل دي.
د دې نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار د ختیځ او شمال ختیځ سړکونو د ترافیکي بهیر د وېشلو سربېره به د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، د دې سړک په اوږدو کې ۱۰۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل- جلال آباد او کابل- پروان سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي


