الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ژمنیو تدابیرو په نیولو سره د وزیر محمد اکبر خان مېنې او شیرپور سیمې د فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم سړک د تیږو فرشولو چارې د ژمنیو تدابیرو په نیولو سره روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د جوړېدو په حال کې دي.
د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز یاده پروژه د ترافیکي بهیر د تنظیم او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
د مسئولینو په وینا؛ د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت او دوامداره پایښت سربېره، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.
د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې په چوکاټ کې د ۱۰۶۰۰ مترو په اوږدوالي د پلیو لارو جوړول هم شامل دي او تر دې مهاله د ۵ سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.