د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ ( بت خاک) څلورلارې سویل خوا ته تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په وړاندې د خنډونو پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د استملاکي ملکیتونو د مالکانو په مرسته روانې دي، څو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي.
یاد سړک چې په ټوله کې ۵۶۳۴ متره اوږدوالی لري، ۴۹۸۳ متره برخه یې ۳۰ متره او پاتې ۶۵۱ متره یې ۴۵ متره سور لري او د ۱۴ میاشتو په موده کې به په اساسي توګه جوړ شي.
د دې سړک په اوږدو کې ۴۲۱ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په کابل ښار کې ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ څلورلارې سویل خوا ته سړک پورې د نوي سړک د جوړولو په وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي


