
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د کابل ښار په بره کې څلورلارې کې د هوايي پله د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وویل: د دې زېربنايي پروژې دویمه برخه چې، د هوايي پله جوړول دي، د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۶ متره لوړوالی لري چې، د ۲۴۷ استحکامي ستنو( پایلونو) په وسیله به ودرول شي. د نوموړي په وینا؛ د دې پله چارې به د یو نیم کال په موده کې بشپړې شي.
د پروژې انجنیر زیاته کړه چې، د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو پروژه چې، د روان کال د جوزا په میاشت کې پیل شوې وه، تر دې مهاله ۷۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
د دې هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک ټولیز لګښت ۱.۵ میلیارده افغانۍ دی چې، د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې ورکول کېږي.
د مسئولینو په وینا؛ په بره کي څلورلارې کې له نړیوالو معیارونو سره سم یو هوايي پُل او ترځمکې لاندې سړک ډیزاین شوي دي چې، په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او د کابل ښار په ښکلا کې به ډېروالی راشي.
کابل ښاروالۍ د ترافیکي جریان د وېش او مدیریت په برخه کې د کابل ښار د ترافیکو ریاست له همکارۍ مننه کوي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د دې پروژې د تطبیق پر مهال هڅه وکړي څو له بدیلو لارو څخه ګټه پورته کړي.
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


