
د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني له سابقه څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي. د دې پروژې د پلي کولو موخه په کابل ښار کې د ترانسپورتي او ترافیکي زیربناوو پراختیا ده.
ټاکل شوې ده دا سړک د ۶۱۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د څه کم پنځو میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
په دې پروژه کې لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، څراغونه، کرښې اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د مسئولینو په وینا؛ د یاد سړک په جوړېدو سره به د تایمني او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د تایمني له سابقه څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


