
د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا او یو بل سره د سیمو نښلولو په موخه، د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یو اساسي پُل، د تخنیکي پړاونو تر بشپړېدو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د دې پله په جوړېدو سره له یوې خوا د کابل ښار د ختیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي او له بلې خوا دا پُل د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې اساسي رول لري.
یاد پُل چې، ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۸.۴ متره سور لري، د ۹۰ استحکامي میخي پایو په وسیله درول شوی او دا په کابل ښار کې څلورم پُل دی چې، په ورستیو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل سیند د پاسه جوړ شوی.
د یادونې وړ ده چې، د هوا له ښه والي سره سم به د یاد پله د فرش قیر او د کټارو د رنګولو چارې هم ترسره شي.
د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ پُل د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو


