
د خوشحال خان د دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې او د کابل – لوګر سړک په اوږدو کې تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پلان له مخې په منظمه توګه روانې دي چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول په بر کې نیسي.
دغه سړک چې د اوومې او شلمې ناحیې اړوند د خوشحال خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او له یادې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري ، د یوه کال په موده کې به په اساسي توګه جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو په ځانګړې توګه د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې د ګڼو آسانتیاوو د رامنځته کېدو سربېره، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او له بلې خوا به د چهلستون سړک له کابل- لوګر سړک ونښلول شي.
د دې زېربنايي پروژې پلي کول د کابل ښار د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.
له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک چارې په منظمه توګه روانې دي


