
د شپږمې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه سیمې پورې د ۱۹۰۲ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
دا سړک د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک دکرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی چې، تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او له بلې خوا به د علاءالدین، کارته سه او د چهاردهي د چهار قلعه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له علاءالدین درې لارې څخه تر چهارقلعه چهاردهي پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


