الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دېوان بیګي- مهتاب قلعه سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پلیو تګ کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۷۳۳ مترو په اوږدوالي او ۲.۲ مترو په سور سره د دېوان بیګي- مهتاب قلعه سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
دغه سړک چې د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې غځېدلی دی، ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري. همدا راز د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ یو پُل هم جوړ شوی دی.
د دې سړک لومړۍ طبقه قیر چارې څه موده وړاندې ترسره شوې دي او دویمه طبقه قیر چارې به یې د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي. همدا راز په دې پروژه کې د پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک او پله په جوړېدو سره ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځته کېدو سربېره، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شوې ده.