
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د موټرو د تګ راتګ هوايي پله د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
اوس مهال په دې مهمه پروژه کې د کیندنو، خاورې لېږدولو، سیخ تاوۍ او استحکامي پایلونو ( ستنو) د جوړولو چارې د ترسره کېدو په حال کې دي.
د تخنیکي طرحې له مخې؛ دا پُل چې، ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري، د پنځو استحکامي پایو( ستنو) په وسیله به وردول شي. همدا راز دا پُل د ۳۳ مترو شعاع په درلودلو سره د ۱۵۵ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ هم لري چې، د جوړولو چارې به یې تر راتلونکو ۱۴ میاشتو پورې په اساسي توګه بشپړې شي.
همدا راز دغه هوايي پُل په څلورو لینونو کې( دوه د تګ او دوه د راتګ) ډیزاین شوی دی چې، لوپ ته ورته رمپونه لري او د وسایطو د حرکت په تنظیمولو کې به مهم رول ولوبوي.
دا لویه او ستراتیژیکه پروژه د ښار د مرکزي برخو د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې خورا اغېزمنه ده چې، په پلي کېدو سره به یې د ترافیکي مدیریت او د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې نوی فصل پرانیستل شي.
دا چې، سالنګ واټ د کابل ښار یوه مرکزي، سوداګریزه او ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه بلل کېږي، د دې اړتیا وه څو په دې ځای کې یو هوايي پُل جوړ شي، څو له یوې خوا د نوي ښار، ده افغانانو او ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي اوبله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د جوړولو چارې روانې دي


