الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د کانال جوړولو پروژې چارې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري

د سطحي اوبو د مدیریت او سړکونو ته د اوبو له راختلو څخه د مخنیوي په موخه، د شپاړلسمې ناحیې اړوند د ملي بس تصدۍ له مخې څخه د کابل تر سیند پورې د کانال جوړولو چارې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دا کانال د ۵۵۱ مترو په اوږدوالي او ۱.۱ مترو سور د جوړېدو په حال کې دی چې، چارې به یې په نږدې راتلونکې کې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي. د ۵۵۱ مترو په اوږدوالي او د ۱.۱ مترو په سور د کانال جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، په معیاري توګه هرڅه ژر بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې په یاده سیمه کې د کانال د نشتون له امله اوبه سړکونو ته راختلې او ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي ؤ، خو د دې کانال په جوړېدو سره به دا ستونزې په اساسي توګه هوارې شي.