
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري ښکلا په موخه، له پُل محمود خان څخه تر مکروریان څلورلارې پورې د سړک د ګلدانونو د بیارغونې چارې روانې دي.
ټاکل شوې ده د شته ونو او نیالګیو له ساتنې سربېره، د راتلونکي کال په پسرلي کې د یاد ګلدان کرنیزه خاوره بدله او په هغه کې نور نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست هڅه کوي څو د داسې برنامو په پلي کولو سره د ښار زرغونتیا، سمسورتیا او ښکلا ته زمینه برابره او د ښاریانو په ژوند کې سوکالي او هوساینه رامنځته کړي.
له پُل محمود خان څخه تر مکروریان څلورلارې پورې د سړک د ګلدانونو د بیارغونې چارې روانې دي


