د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل د شنو سیمو د ساتني کمپاین

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۵مه د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ ریاست د کاردان پوهنتون په همکارۍ د ښار د شنو سیمو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي کمپاین وکړ.

دې کمپاین کې د تایمني پخوانۍ څلور لارې ساحه کې د ګلانو او ونو د ساتنې، د ټرافیکي اشارو د مراعت، شنو سیمو د خوندیتوب، د پلاستیکي خلطو د کارونې د ضررونو او نورو مسایلو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شو.

د کمپاین لومړۍ برخه کې د ګلانو او نیالګیو له کېنولو او ورسره پر خلکو د چاپیریال ساتنې او ښاري فرهنګ د ودې د شعارونو وېشنه شامله وه.

دویمه برخه کې یې پر ډریورانو یو یو ګل وویشل شو او ورته وویل شول چې ټرافیکي اشارې مراعات کړئ.

د پلاستیکي خلطو د مخنیوي د شعارونو وېش د کمپاین دریمه برخه وه چې په کې له ټولو ښاریانو وغوښتل شول د پلاستیکي خلطو کارونه بس کړي.

دغه کمپاین چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو، خلکو وویل د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره دا ډول کمپاینونه خورا ګټور دي.

د کمپاین په اخره کې ټولو په یو غږ دا شعار ورکړ چې دولت خپل کار وکړ اوس زموږ د مسوولیت د اداینې وار دی.

کمپاین کې له ښاریانو وغوښتل شول چې خپل مسوولیتونه درک کړي او د ټولو ښاري ادابو او اصولو مراعات دې له ځانه شروع کړي.