د یولسمې او اولسمې ناحیې اړوند له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میر غلام تر سیمې او پر دوام یې د کابل–پروان تر سړک پورې، د هزاره بغل نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د ۶۴۵ میلیونه ۳ زره او ۳۵ افغانیو په لګښت، د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: دغه سړک په ټولیزه توګه د ۶٬۶۸۴ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره په دوو برخو کې ډیزاین شوی دی. د نوموړي په وینا؛ دغه پروژه چې په هغې کې د لښتيو، پلیو لارو، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي، تر راتلونکو ۲۰ میاشتو پورې به په اساسي او معیاري توګه بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړه چې، دا مهال د ۳۴۶ ملکیتونو د استملاک په ګډون د دې سړک د جوړولو لومړنۍ چارې، چې کیندنې، خاورې لېږدول او د خنډونو پاکول پکې شامل دي، پیل شوي دي څو د سړک د اساسي کارونو د تطبیق لپاره زمینه برابره شي.
.د دې سړک جوړول چې، د خیرخانې کوتل بدیل سړک ګڼل کېږي د کابل ښار په شمالي زون کې ځانګړی اهمیت لري او ورسره جوخت به د خیرخانې کوتل په سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د شاوخوا سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
دیادونې وړ ده چې، د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته به د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي.
د هزاره بغل نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


