الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پډولې سیمې څخه تر سنگ‌نوشتې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي


د پډولې سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې، د خوشحال‌خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ خوا پیل او د پډولې تر درېیمې پروژې او بیا د کابل– لوګر سړک په اوږدو کې تر سنگ‌نوشتې پورې په منظمه توګه روانې دي.
د چمتو شوي پلان له مخې، دغه سړک چې د اوومې او شلمې ناحیو اړوند د خوشحال‌خان دویم نمبر لیسې له لوېدیځې برخې څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او د پډولې له درېیمې پروژې څخه تر سنگ‌نوشته پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري، د یوه کال په موده کې به په معیاري توګه جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو ترڅنګ، د سیمې د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ ته زمینه برابره شي او بله خوا د هغو ښاریانو لپاره چې، له چهل‌ستون څخه د کابل– لوګر سړک پر لور سفر کوي، ځانګړی اهمیت لري.
د دې بنسټیزې پروژې پلي کېدل، د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې د ښه‌والي او ښاریانو ته د هوساینې رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن ګام بلل کېږي.