الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل ښار په بره کې څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او هڅه کېږي څو دا مهمه پروژه په ټاکلي وخت او غوره کیفیت بشپړه شي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وویل: د دې پروژې لومړۍ برخه د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور او د ۵.۵ مترو په ژوروالي سره تر ځمکې لاندې سړک جوړول دي چې، چارې یې تر دې مهاله ۷۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
همدا راز د دې زېربنايي پروژې دویمه برخه چې، د هوايي پله جوړول دي، د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۶ متره لوړوالی لري چې، د ۲۴۷ استحکامي ستنو ( پایلونو) په وسیله به ودرول شي او د جوړولو چارې یې څه موده وړاندې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا؛ په بره کي څلورلارې کې له نړیوالو معیارونو سره سم یو هوايي پُل او ترځمکې لاندې سړک ډیزاین شوي دي چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار په ښکلا کې ډېروالی راشي.
کابل ښاروالۍ د ترافیکي بهیر د وېش او مدیریت په برخه کې د کابل ښار د ترافیکو ریاست له همکارۍ مننه کوي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د دې پروژې د تطبیق پر مهال هڅه وکړي څو له بدیلو لارو څخه ګټه پورته کړي.