الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي


کابل ښاروالۍ په سالنګ واټ کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د موټرو د تګ راتګ هوايي پله د جوړولو چارې تر لاس لاندې لري.دا لویه او ستراتیژیکه پروژه د ښار د مرکزي برخو د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې خورا اغېزمن رول لري.
دا هوايي پُل د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړېږي چې، اوس مهال یې د کیندنو، خاورې لېږدولو، سیخ تاوۍ او استحکامي پایلونو ( ستنو) د جوړولو چارې د ترسره کېدو په حال کې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر خوش محمد سیحون وویل: دا پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور، ۶.۸ متره لوړوالی او ۴۷۲ شیرواله لري چې، د شپږو استحکامي پایو(ستنو) په وسیله به وردول شي. همدا راز دا پُل د ۳۳ مترو شعاع په درلودلو سره د۱۵۰ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ هم لري چې، د ترافیکي جریان د نظم په برخه کې به ګټور تمام شي.
همدا راز دغه هوايي پُل په څلورو لینونو کې( دوه د تګ او دوه د راتګ) ډیزاین شوی دی چې، لوپ ته ورته رمپونه لري او د وسایطو د حرکت په تنظیمولو کې به مهم رول ولوبوي.
دا چې، سالنګ واټ د کابل ښار یوه مرکزي، سوداګریزه او ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه بلل کېږي، د دې اړتیا وه څو په دې ځای کې یو هوايي پُل جوړ شي، څو له یوې خوا د نوي ښار، ده افغانانو او ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي اوبله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.